سړی‌ سپين ووايي، زړه مې شوی تلو ته

سړی‌ سپين ووايي، زړه مې شوی تلو ته

له تا پس مې شو په مينه باور ختم
او ما خپل خوبونه وښودل اوبو ته

څه د دوو روپيو خلک وو قسم دی
څه عبث مو پورته کړي وو اوږو ته

مونږ به ژوند کړو، غوږ پرې نه ګروو ياره
زمانه وزګاره شوې ده کيسو ته

Leave a Comment